ولادیمیر پوتین،په یوه پیغام سره یو شمیر هیوادونو په تیره بیا د ناټو غړو هیوادونو ته ټینګار وکړ چې په اروپا کې د توغندیو ځای پر ځای کیدل ودروي.
کومرسانت ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې،د روسیې ولسمشر د ناټو پوځي ایتلاف ته ټینګار کړی دی چې په اروپا کې د توغندي ځای پر ځای کیدل چې د ۱۹۸۷ زیږدیز لنډ واټ ویشتونکي هسته یې ځواک تړون پر بنسټ منع دي،وځنډوي.
پوټین نن څلور نۍ(د سپټمبر ۲۵)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې مونږ ناټو ته ټینګار کوو ترڅو د روسیې په څير په ځمکه د توغندي ځای پر ځای کیدل ودروي.
ویل کیږي چې دا لیک همدا شان د اروپا بهرني سیاست پازوالې فدریکا موګریني، د ناټو ستر منشي ینس استولټنبرګ او چیني چارواکو ته استول شوی دی.
هغه اندیښنې چې له دې اړخه شتون لري چې روسیه او امریکا وروسته له هغې چې امریکا له دې تړون څخه بهر شو،د یوې وسله والې سیالې په لټه شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي