1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نړۍ فوټبال ستوری دیگو مارادونا ومړ

11540712_284
26 Nov 2020

د ارژنتاین پخوانی کپتان دیگو مارادونا د ۶۰ کلنۍ په عمر کې د زړه د حملې له امله مړ شو.

مارادونا د څلورنۍ په ورځ (د نومبر۲۵/د لیندۍ۵) د ارژنتاین په پلازمینه بوینس آیرس ښار کې ومړ او د دې هیواد ولسمشر د هغه د مړینۍ د خبر خپریدو وروسته درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.

د راپورونو پر بنسټ دا د فوټبال ستوري د نومبر میاشتې په لومړیو کې د دماغ بریالی عملیات یې تیر او شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له روغتون څخه رخصت شوی وو.

مارادونا د مکسیکو د ۱۹۸۶ نړیوال جام سره هم مهاله شهرت ته ورسید او په هغې کال کې د ارژنتاین ټیم د دې ستوري په کپتاني سره د اتلولې قلب ترلاسه کړ.