1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټرامپ له بیا ټاکنې سره د اقتصاد پوهانو مخالفت

1399072311221961621435254
25 Oct 2020

د نوبل د جایزې د څو ګټونکو په ګډون څه باندې ۷۰۰ اقتصاد پوهانو د یوه سرپټې لیک په خپرولو سره د ډونالډټرامپ له بیا ټاکنې سره خپل مخالفت اعلان کړ.

دې اقتصاد پوهانو د دې لیک په یوه برخه کې لیکلي دي: دونالدټرامپ د ولسمشرۍ په یوه دوره کې، متحده ایالاتونه د نه پیژندل وړ کړ او دا چاره د هغه لپاره هیڅ راز پایله نه درلوده.

اقتصاد پوهانو همدا راز د ټرامپ د ولسمشرۍ دوره  د ولسواکۍ پر وړاندې دوامداره سپکاوی ارزولې او د کرونا ویروس پر وړاندې د ټرامپ د دولت غبرګون د ناسم او خطرناکه اطلاعات وبلل.

اقتصاد پوهانو د دې لیک پر دوام زیاته کړې ده: له همدې کبله زمونږ په کلکه سپارښتنه کوو چې رای ورکوونکي دې د ولسواکۍ د بیا ژوندي کیدو په لټه وي هغه هم د رای له لارې له واک څخه د ټرامپ ګوښه کیدو ته.

تمه ده د آمریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر میاشتې په ۳ مه نېټه ترسره شي.