1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته ولاړ

57862433
20 Jul 2019

عمران خان له امریکایې چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.

د اکسپرس نیوز په حواله،د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په یوه جالب اقدام سره په یوې عادی الوتکه کې امریکا ته تللی دی.

د ویلو ده چې د پاکستان لومړی وزیر د خپل هیواد له عمومي بودجې څخه د لګښت مخنیوی لپاره امریکا ته د سفر یو معمولی الوتنه ټاکلې ده او په ځانګړی الوتکه کې الوتنه یې رد کړې ده.

د راپورونو پربنسټ عمران خان د ټرامپ په بلنه او د امریکا د ولسمشر او د دې هیواد له نورو چارواکو سره  د لیدنې لپاره واشنګټن ته تللی دی.

هغه امریکا ته له سفر وړاندی،په سیمه کې سوله او ټیکاوو واشنګټن ته د خپل سفر له اصلی موخو څخه بللی وو او ګټورو پایلو ته یې هیله مندی ښودلې ده.

داسي ګزارشونه خپاره شوي دي چې هغه به په واشنګټن کې په خپل درې ورځیني سفر کې د امریکا له ولسمشر دونالدټرامپ سره لیدنه وکړي.

یوشمیر با خبرو سرچینو اعلان کړی دی چې د افغانستان په سوله کې آسانتیا رامنځته کیدل له ټرامپ سره د عمران خان د خبرو اترو اصلي موخه ده.

آرزو خبری سایټ ــ شمس الله رحیمي