1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د چین د خپلواکۍ په ورځ د هانګ کانګیانو له تاوتریخوالی ډک اعتراضونه

57943568
02 Oct 2019

د هانګ کانګ پولیسو اعلان کړی دی چې د چین د خپلواکۍ ۷۰ یمې کلیزې سره سم،دا هیواد د تاوتریخوالی ډکو اعتراضونو شاهد وو.

د راپورونو پر بنسټ،اعتراض کوونکي په دې ملي ورځ له پولیسو سره په نښته شول او د پولیسو ځواکونو په لوری یې اوورین بمونه وتوغول او یو ۱۸ کلن اعتراض کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

مخکې له دې پولیسو د اعتراض کوونکو په لور پلاستیکي ګولۍ توغولې،خو دا لومړی ځل دی چې پولیس ځواکونو د اعتراض کوونکو په لور ډزې کړې دي.

د هانګ کانګ پولیسو په وینا،د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو تر منځ نښتې په ترڅ کې،۲۵ پولیس سرتیري ټپیان شوي او ۱۸۰ اعتراض کوونکي هم ژوندی نیول شوي دي.

په هانګ کانګ کې دا اعتراضونه په داسي حال کې ترسره کیږي چې د چین د خپلواکۍ جشن نمانځنې امنیت ټينګښت لپاره ۶ زره پولیس ځواکونه ګمارل شوي وو.

اعتراض کوونکو همدا شان د اورلوبې یوه خپرونه لغوه او د پلور څو مرکزونه یې هم وتړل.

دا په داسي حال کې ده چې له څلورو میاشتو را په دې خوا هانګ کانګ د چین پر ضد سوله ییزو اعتراضونو شاهد دی.

چین د درې نۍ په ورځ د(اکټوبر په لومړی ۲۰۱۹) دخپلې خپلواکۍ ۷۰ یمه کلیزه د یوه ستر پوځي تمرین په ترسره کولو سره ونمانځله.