د نړۍ نږدې ۶۰ هیوادونه له هغې څخه بې وزله هیوادونه اټکل کیږي چې د کووید۱۹ واکسین له تر لاسه کولو بې برخې شي.
د راپورونو پر بنسټ، د روغتیا نړیوال سازمان کواکس برنامي چي ټولو هیوادونو ته د کرونا د واکسین عادلانه ویش پازه لري نږدې یوه اوونۍ کیږي چې په سفرونو بندیځ له کبله یې د کرونا واکسین دجوپو استول ځنډولي دي.
له بلې خوا د یونیسیف یا له ماشومانو ملاتړي صندوق د راپور پربنسټ په تیرو دوو اوونیو کې د نړۍ ۹۲ هیوادونو کې د کواکس برنامې له لارې نږدې دوه میلیونه دوزه واکسین رسیدلي دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم د نړۍ ټولو هیوادونو ته د کرونا واکسین له نا عادلانه ویش څخه نیوکه کړې ده.