د روغتیا نړیوال سازمان مشر د هیوادونو ترمنځ د کرونا واکسین د ناعادلانه ویش په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
تدروس آدهانوم د سویس په جینیوا ښار کې د روغتیا د نړیوالې شورا په ناسته کې اعلان وکړ چې د کوویډ ۱۹واکسین غیر مساوي ویش نړۍ د ویجاړونکي اخلاقي ناکامي سره مخ کړې.
ښاغلی آدهانوم وایي چې تر دې دمه د نړۍ په ۴۹ بډایه هیوادونو کې د واکسین ۳۹ میلیون دوزونه ویشل شوي په داسې حال کې چې یو غریب هیواد یوازې د کورونا واکسین ۲۵ دوزونه یې ترلاسه کړي دي.
د دې سازمان مشر د کواکس تر نامه لاندې د ۱۹۰ هیوادونو په ګډون سره د کووید۱۹ واکسین ته د نړۍ له لاسرسي څخه خبر ورکوي او پدې برخه کې یې د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه.
په بریتانیا کې د اکسفام نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د نړۍ ځینې هیوادونو د کورونا ۵۰ سلنه ډوز یې دمخه اخیستي دي.
روسیه،چین،امریکا،آلمان،بریتانیا او هند هغه هیوادونه دي چې تراوسه د کرونا واکسین په تولید کې بریالي شوي دي.
په همدې حال کې د کرونا ویروس له پیل څخه د یو کال په تیریدو سره دمګړۍ په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۹۶ میلیون تنو څخه اوښتې چې د دې ویروس له کبله څه د پاسه دوه میلیون تنو خپل ژوند له لاسه روکړی دی.