د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په بریتانیا کې د کرونا ویروس نوی ډول موندل شوی د ګړندي خپریدو سربیره هم مخنیوې یې کیږي.
د دې سازمان روغتیایي برخې مدیر په یوې خبري کنفرانس کې وویل: د هغه څه پر بنسټ چې په دې نړیوال بنسټ کې اعلان شوي دوی د دې ویروس د خپریدو په اړه د څیړنو په حال کې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي بیا د کرونا ویروس د نوي ډول د مخنیوي لپاره د ټولو هیوادونو د جدي ګامونو د اخیستو غوښتونکي شول.
په بریتانیا کې د کرونا ویروس د نوي ډول کشف چې د دې ویروس له لومړي ډول څخه دیر ګړندي خپریږي، د نړی هیوادونو په ځانګړي توګه د اروپا د اندیښنې لامل شوی دی.
تراوسه د نړۍ څه د پاسه ۲۰ هیوادونو له لندن سره خپل اړیکې، الوتنې او ځمګني تګ راتګ ځنډولي دي.
دمګړۍ په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر د ډیریدو په جال کې دی چې تراوسه د څه د پاسه د ۷۷ میلیون او ۷۲۷ زره تنه اخته شوي چې له دې منځه یو میلیون او ۷۰۹ زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکدی او نږدې ۵۵ میلیون تنه هم بیا روغ شوي دي.