1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیه د وسلو سیالۍ ته لیواله نه ده

SAVX0291_1200
06 Sep 2020

د روسیې د دفاع وزیر ټينګار وکړ چې د وسلو سیالیو ته هیڅ راز لیوالتیا نه لري خو د نا دوستانه اقدامونو په غبرګون کې اړ ده ترڅو خپلې جګړه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

سرګئی شویگو، په روسیه کې  د ۲۰۲۰ـ پوځ نړیوالو پوځي لوبو په پای کې وویل چې د هیواد د وسله والو ځواکونو ټول تي ۷۲ زغره وال په پرمختللو شونتیاو سمبالیدو په حال کې دي او ډیر ژر به تي ۷۲ـبی ۱۳م زغره وال څخه مخکتنه وکړي.

هغه د اروپا په ختیځ کې د ناټو پوځي حضور پیاوړتیا ته په ګوتڅنډنې سره اعلان وکړ چې مسکو به دې د ناټو دې چارې ته ځواب ورکړي.

د روسیې د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل: د مسکو ټول اخیستل شوي ګامونه د ګواښونو پر وړاندې د دفاعي پیاوړتیا په موخه دي.

د روسیې پوځي چارواکو ویلي دي چې دوی تل نړیوالو سکالو لکه د نړیوال امنیت په اړه د مسکو په ناسته کې د سیمې هیوادونو ته بلنه ورکړې ده او ورکوي یې.

شویګو ټينګار وکړ چې روسیې څو څو ځلې ناټو ته وړاندیز کړی چې د لا ډيرو ستونزو مخنیوي په موخه پوځي تمرینونه راکم کړي خو دې سازمان دې وړاندیز ته منفي ځواب ورکړ.هغه هیله مندي ښيي چې د ناټو دریځ به په نږدې راتلونکې کي بدلون وکړي.

مخکې له دې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف هم د پوځي ناندرو د کمښت غوښتنه کړې وه.