1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیې برجام ته د آمریکا د بیرته ګرځیدو لپاره د یوې ترسره کیدو غوښتنه کړې

637505916264629956_lg
06 Mar 2021

د اټمي انرژۍ په سازمان کې د روسیې دایمي استازي چې مرکز یې په ویانا کې دی برجام ته د آمریکا د ستنیدو لپاره د ژرمهاله ناستې د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

میخائیل اولیانوف د روسیې ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی دی چې په اوسنیو شرایطو کې داشان لیدنې شونې دي او باید یوشمیر جزییات د ایران ته واضح شي.

له بلې خوا ایران اعلان وکړ چې د بندیځونو لیرې کیدو او د دې هوکړې د ټولو لوریو له لوري د برجام د ژمنو عملي کیدو په صورت کې به برجام ته د ستنیدو امکان شتون ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د حکام ناستې او د ایران پر وړاندې ضد ګامونو پورته کیدو په اړه د چین او روسیې په ګډون د درییو اروپايي هیوادونو مخالفت ته په ګوتڅنډنې سره ټینګار وکړ چې دا بدلون کولی شي د برجام ټولو غاړو له لوري ژمنو بشپړ عملي کیدو لپاره لار هواره کړي.

د اتمي انرژۍ نړیوال آژانس د حکام شورا موسمي ناسته د دوه نۍ په ورځ ( مارچ په لوۍ ورځ) په چارو پیل وکړ او د جمعې تر ورځې( ۲۰۲۱ کال مارچ پنځمې) یې دوام درلود.