روسیه د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې د څو توغندیو له آزمښته خبر ورکوي.
دا توغندي په آستراخان سیمه کې د پوځي تمرینونو پر مهال آزمښت شوي دي او موخه یې هم په نښه کړې ده.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دې پوځي تمرینونو کې،له چین،قرغزستان،پاکستان،هند،قزاقستان،تاجیکستان او اوزبیکستان هیوادونو ۱۲۸ زره ځواکونو حضور درلود.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې تمرینونو کې چې د سپټمبر له ۱۶ مې څخه د دې میاشتې تر ۲۱ مې دوام لري ۲۰ زره پوځي سمبال او ۶۰۰ چورلکو ګډون کړی دی.
د دې پوځي تمرینونو موخه د روسیې او ملګرو هیوادونو ترڅنګ پوځي همکاریو پیاوړتیا ویل شوې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي