1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

روسیې د استارت نو توغندیز تړون تر ۲۰۲۶ کاله وغځاوه

پوتین
30 Jan 2021

کرملین اعلان وکړ چې ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د پنځو نورو کلونو لپاره د اټومي وسلو د کمولو او محدودیت په اړه تړون لاسلیک کړل.

کرملین په یوې اعلانپانه کې وویل چې د دې تړون غځول به د روسیې فدراسیون ملي ګټو، د مسکو او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو، په نړۍ کې د ستراتیژیک ثبات ساتنې او په نړیوال وضعیت مثبت اغیزه ولري.

د روسیې د استازو جرګې (ډوما) دوه ورځې وړاندې د رایو په اکثریت سره موافقه وکړه چې د توغندیو تړون به د ۲۰۲۶ کال  د فبروري تر۲۰   نیتۍ د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شي.

تر دې دمخه د روسیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو جوبیډن او ولادیمیر پوتین په خپل لومړي تلیفوني خبرو کې موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اتومي وسلو د نه خپریدو تړون به بیا وغځاوي.