د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان کړی دی چې له ایران سره جګړه به د سیمې د لمنځه وړو لامل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د ایران پر وړاندی د پوځي اقدام اړوندو آثارو څخه هیښتیا ورکوي.
هغې په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی دی چې د ایران پر وړاندی له زور او فشار څخه ګټه پورته کولو طرحې پایلو وړاند وینه ډيره آسانه ده،هر څوک کولای شي ددې سیاست په پایلو پوه شي.
هغې زیاته کړه:لانجو د ټولو د اندیښنو لامل کیږي او په تیرو کالونو او پیړیو کې شاهد وو چې د زور او جبر هر ډول لارې غوره کول ناکامه وول.
میرمن زاخارووا د خپلو ویناوو په ترڅ کې وایې چې د سیمې هیوادونه باید د لیبیا،سوریې او یمن د جګړو پایلې او آثارونه له منځه یوسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایې،نړۍ لاهم په سیمه کې د لانجو کمیدو لپاره او یا دې لانجو ته د حل لارې پع موندنه کې پاتې راغلې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي