1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سیمې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر  د سفرونو پیل

سفر-لاوروف
04 Apr 2021

روسیه له هند او  پاکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ده اړخیزو همکاریو پراختیا په هڅه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وایي چې سرګیې لاوروف سبا نوي ډهلي ته سفر کوي او له خپل هندي سیال سره د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو او نړیوالو سکالو پر سر خبرې اترې کوي.

ماریا زاخارووا زیاته کړه چې ښاغلی لاوروف هند ته په دې دوه ورځیني سفر کې، د دې هیواد له لومړي وزیر نرندرامودي سره هم لیدنه کوي.

ویل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له هند وروسته پاکستان ته ځي او د دې هیواد له چارواکو سره به د اقتصادي او سوداګریزو سکالو او له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې همکاریو پر سر خبرې اترې وکړي.