1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عربستان او امارت په یمن کې د ماشومانو د حقونو ناقضین

155616381855959100
27 Jul 2019

د ملګرو ملتونو د سازمان سترمنشی آنتونیو گوترش امنیت شورا د هیوادونو او په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو د حقونو ناقضو وسله والو ډلو په اړه په خپل کالني ګزارش کې،اعلان کړی دی چې په یمن کې د عربستان تر مشرۍ لاندي  سعودی اماراتو تر نامه لاندی ایتلاف نوم د هیوادونو او د ماشومانو د حقونو د ناقض په تور نوملړ کې پاتي کیږي.

هغه همدا شان په دې راپور کې د اماراتو تر مشرې لاندې امنیتي کمربند ځواکونو نوم او همدا شان د القاعدې او انصارالله نومونه هم په دې نوملړ کې پاتي کړي دي.

د ګزارشونو پر بنسټ،د ملګرو ملتونو سازمان په یمن کې په تیر زیږدیزکال کې د ۱۶۸۹ ماشومانو ته د زیان رسولو په اړه څيړنه کړې ده او په دې اند ده چې د سعودی ایتلاف د ۷۲۰ ماشومانو د وژنې پړ ده چې ډیری یې په هوایې بریدونو کې وژل شوي دي

ویل شوي دي چې په یمن کې د عربستان د بریدونو دوام د زر هاوو کسانو د وژنې او د میلیونونو یمني وګړو د بیځایه کیدو او په دې هیواد کې د بنسټيزو تاسیساتو د ویجاړیدو لامل شوي دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي