1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

عربستان د میرمنو له ګلف نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي

31fa05bed4bba2f4265aa410d4048f66-1536x1131
08 Oct 2020

دا لومړنی ځل دی چې د ګلف د ښځو د برخې سیالۍ په سعودي عربستان کې ترسره کیږي.

تمه ده دا سیالۍ د نومبر میاشتې له ۱۲ مې څخه تر ۱۵مې ورځې په جده ښار کې، د دې ریښتې د سترو ستورو او حرفه یي ورزشکارانو په حضور سره ترسره شي.

په دې لوبو کې له د“ بریټانیا اوپن” او اسکاټلند اوپن سیالیو وروسته بریالیو کسانو ته ډیری نقدي جایزه هم ورکول کیږي او د ښځو د ګلف درییم تر ټولو ډیر عایدات لرونو پیښو شمیرل کیږي.

دا سیالۍ د کرونا ویروس له کبله ځنډېدلې وې او تمه کیږي چې په کې څه باندې سل ورزشکارانې ګډون وکړي.

تمه ده له دې نړیوالې سیالۍ وروسته، په همدې ځای کې د سعودي عربستان د ګلف ښځینه برخې لوبغاړې او د دې برخې یوشمیر نورې حرفه یې لوبغاړې  په حضور سره نورې سیالۍ ترسره شي.

مخکې له دې، د د سړو د ګلف نړیوالې سیالۍ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲ زیږدیزو کالونو کې د دې ریښتې د مخکښو لوبغاړو په ګډون سره په عربستان کې ترسره شوې وې.

خو د ښځینه وو دا دوه نړیوالې سیالۍ، درییمې او څلورمې حرفه یې سیالۍ دي چې په دوو وروستیو کالونو کې په سعودي عربستان کې ترسره کیږي.