د بريټانیا د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد وګړو ته په مصر کې وروستیو بریدونو په اړه هیښتیا ورکړې ده.
د بریټانیا د “بریتش” هوایې شرکت او د جرمني د “لوفت آنزا” هوایې شرکت تیره ورځ د (جولای په ۲۰ مه) په بیړې د مصر پلازمېنې ته د امنیتي ګواښونو له کبله د یوې اونۍ لپاره خپل پروازونه درولي دي.
له هغې څو ګړۍ وروسته د آلمان د الوتکو لیکو اعلان وکړ چې د مخکې اقدام په موخه د لنډمهال لپاره یوازي نن خپلې الوتنې درولې دي.
د بريټانیا د بهرنیو چارو وزارت په مصر کې خپلو وګړو ته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترهګریزو بریدونو اړوند یې هیښتیا ورکړې ده او ویلي دي چې اټکل کیږي دا بی موخه بریدونه د مصر امنیتي ځواکونه،مذهبي ځایونه،ولسي راټولیدنې او ستر عمومي ځایونه چې په کې د بهرنیو ګڼه ګوڼه وي په دې هیواد کې به یې موخه ورګرځوي.
د “بریتش” هوایې شرکت همدا شان ټینګار کړی دی چې د مسافرو او ددې شرکت د کار کونکو د امنیت ساتنې او مخکې اقدام لپاره یې دا پریکړه کړې ده.
خو د قاهرې د نړیوال هوایې ډګر چارواکو ددې اقدام لامل د “بریتش” هوایې شرکت کورنۍ سکاله اعلان کړې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي