1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له اروپایې ټولنې سره د همکاریو پر اړتیا د عراق ټینګار

1-4-780x405
14 Jul 2019

د عراق ولسمشر د اروپایې ټولنې د بهرنی سیاست له پازوالې سره لیدنه وکړه.

د عراق د ولسمشرې ماڼې دفتر په بغداد کې د اروپایې ټولنې د بهرنی سیاست له مشرې فدریکا موګریني سره ددې هیواد د ولسمشر برهم صالح د لیدنې اړوند بیانیه صادره کړه.

د راپورونو پر بنسټ د عراق د ولسمشرې دفتر په دې اعلامیه کې راغلي دي:برهم صالح له فدریکا موګریني سره په لیدنه کې د سیمې اوسنیو بدلونونو په تړاوو د همکاریو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د عراق د ولسمشرۍ دفتر همدا شان اعلان کړی دی:دواړو لوریو دسیمې پر اوسنیو بدلونونو او سکالو بحث او ټینګار وکړ چې له جګړو او نښتو د سیمې لری کیدو لپاره،باید دا ګډې همکارۍ او همغږۍ شتون ولري.

د اروپایې ټولنې د بهرنی سیاست مشره د پیلنۍ ورځ په سهار د یوه لوړپوړې پلاوې په مشرې بغداد ته تللې وه.

داسي راپورونه خپاره شوې دي چې هغه نن یوه نۍ(دجولای په ۱۴مه) کویټ ته په خپل سفر سره ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر صباح خالداحمد صبح سره د کویټ او اروپایې ټولنې تر منځ اړیکو پیاوړتیا په اړه دواړخیزه لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

فدریکا موګریني همدا شان په کویټ کې د اروپایې ټولنې  د استازولۍ دفتر د پرانستلو مبارکې هم ورکړه.

 

آروز خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي