| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
له لندن سره د اړیکو پر ښه والي د مسکو هیله مندي
25 Jul 2019
د روسې ولسمشر ولادمیرپوټین د بریټانیا د نوی لومړی وزیر په توګه د بوریس جانسون ته د مبارکۍ په یوه پیغام کې د روسیې او مسکو ترمنځ اړیکو پر ښه والی ټينګار کړی دی.
د ټاس خبرې آژانس د ګزارش پر بنسټ د کرملین ماڼۍ مطبوعاتی دفتر اعلان کړی دی چې ولادمیرپوټين بوریس جانسون ته د یوه پیغام په استولو سره هغه ته د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه مبارکې ورکړې ده.
په دې پیغام کې ولادمیرپوټین د جانسون د لومړی وزیرۍ پر مهال د مسکو لندن ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ښه والی ته په هیله مندۍ سره ټینګار کړی دی چې په بیلابیلو برخو کې د روسیې او بریټانیا د اړیکو ښه والی او پراختیا به د دواړو ملتونو په ګټه وي.
د ګزارشونو پر بنسټ،د بریټانیا د محافظه کار ګوند مشر بوریس جانسون د دوه نۍ په ورځ (د ۲۰۱۹ کال جولای په ۲۲مه) د دې هیواد په پارلمان کې د یوې را ورکونې په ترڅ کې د بریټانیا د نوی لومړي وزیر په توګه د “ترزا می” ځای ناستی وټاکل شو.

هغه مخکې له دې د بریټانیا د بهرنیو چارو د وزارت پازه پر غاړه درلوده.
جانسون له خپلې بریا وروسته ویلي دي چې له اروپایې ټولنې څخه د دې هیواد د وتلو لپاره به خپله پوره هڅه وکړي.
آروز خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
