1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له پاپ فرانسیس سره د جوادظریف لیدنه

E1mAA-NXIAog4Fu
18 May 2021

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجوادظریف په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د خلکو پر  وړاندې د متحده ایالاتونو یو اړخیزو بندیزونو  په تیره بیا د واکسین د درملو ته په ګوتڅنډنې سره، د دې بندیځونو په تړاو د پاپ له رغونکي دریځ څخه مننه وکړه.

ښاغلي ظریف ایټالیا ته په خپل سفر کې د دې هیواد له چارواکو سره په لیدنه کې د بیلابیلو سکالو پر سر خبرې اترې کړې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو او په نړیواله کچه د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

محمدجوادظریف اروپايي هیوادونو ته د خپلو سفرونو پړاو مهم او ارزښتناکه بللی او اعلان یې کړی دی چې په دې لیدنو کې په اسلامي هیوادونو په تیره بیا فلسطین او اسراییلو ترمنځ د وروستیو کړکیچونو حل پر سر خبرې کړې دي.

تمه ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اسپانیا او ایټالیا وروسته اتریش ته سفر وکړي او د دې هیواد لهع چارواکو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو سکالو، سیمه ییز همکاریو او مهمو نړیوالو سکالو پر سر خبرې اترې وکړې.