1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له کرونا ویروس سره مبارزې لپاره د اروپایي ټولنې مالي مرستې

10939453_692
28 Jun 2020

اروپایي ټولنې له کووید۱۹ سره مبارزې لپار د نړۍ له هیوادونو د ۶،۹ میلیارده ډالرو مرستو له راټولیدنې خبر ورکړ.

رویترزخبري آژانس لیکلي دي چې د پیلنۍ په ورځ (جون ۲۷) د نړۍ بیلابیلو هیوادونو د اروپایي ټولنې د کمېسیون په مشرۍ یوه ویډیویي ناسته ترسره کړه چې په کې د ۴۰ هیوادونو استازو حضور درلود او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره یې مالي مرستو ژمنې وکړې.

د اروپایي ټولنې چارواکو اعلان وکړ چې دا مالي مرستې د کووید۱۹ ضد واکسین جوړیدو،د آزمښتونو د ترسره کیدو او د نا روغانو د درملنې په موخه ترسره کیږي.

په دې ناسته کې د اروپا د کمېسیون مشرې اورزولا فون درلاین،د آلمان لومړۍ وزیرې، د بریټانیا لومړي وزیر او همدا راز د فرانسې ولسمشر ګډون کړی وو او د کرونا ویروس ضد واکسین ته د ټولیز لاس رسي په برخه کې د همغږۍ پر اقدام ټينګار وکړ.

ویل شوي دي چې په دې ناسته کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د مالي مرستو ترڅنګ،د اروپا د پانګه اچونې بانک د مالي مرستو ډیری برخه ژمنه کړې چې۵،۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

وړاندې له دې هم د اروپايي ټولنې کمېسیون د کرونا ویروس د واکسین لپاره ۱۰ میلیارده یورو راټولې کړې وې.

د آمریکا د جان هاپکینز پوهنتون د شمیرنو پربنسټ،په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر لس میلیونه او ۱۱۰ زره کسانو ته رسیږي چې له دې منځه بیا څه باندې پنځه لکه (۵۰۰۰۰۰) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.