1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مادورو د روسیې د کرونا ویروس جوړ شوی واکسین په خپل ځان لګوي

1497428
05 Oct 2020

د ونزویلا ولسمشر ویلي دي چط په هیواد کې یې د کرونا واکسین لومړي پړاو په پیل سره هغه به له خپلې خور او زوی سره دا واکسین په خپل ځان تطبیق کړي.

د روسیې د کرونا ویروس جوړ شوي واکسین لومړۍ څانګه څلور ورځې مخکې ونزویلا ته ورسیده او د کاراکاس چارواکي ټینګار کوي چې ونزویلا لومړنی لودیدیز هیواد دی چې د کلینیکي آزمښت په درییم پړاو کې ګډون کوي.

د ونزویلا د روغتیا وزیر هم ویلي دي چې په دې هیواد کې دوه زره نور کسان هم چمتو دي ترڅو دا واکسین په خپل ځان تطبیق کړي.

وړاندې له دې هم د روسیې د پانګه اچونې صندوق اعلان کړی وو چې څه باندې څلویښتو هیوادونو دروسیې جوړي واکسین تر لاسه کولو لپاره چمتو والی اعلان کړی دی او د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه برازیل، مکسیکو، بلاروس، نیپال، هند او مصر له هغو هیوادونو دي چې د روسیې د کرونا ویروس ضد واکسین یې تر لاسه کړی دی.