1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مسکو ته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر سفر

وزیرخارجه-عربستان
14 Jan 2021

فیصل بن فرحان مسکو ته د خپل روسي سیال سره د بیلابیلو سیمه ایزو مسلو په اړه د خبرو او د اسپوتنیک واکسین اخیستلو لپاره تللی دی.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې اعلان وکړ چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د پڼځه نۍ په ورځ (د جنوري ۱۴)د سیاسي، اقتصادي او حقوقي سکالو پر سر خبرې وکړي او د سوریې، لیبیا، عراق، لبنان او د فلسطین – اسراییلو شخړې به وڅیړي.

د دواړو هیوادونو ډیپلوماتان د هسته یي، فضايي او د سعودي فضانوردانو روزنې په برخو کې د همکاریو پراخولو په اړه هم خبرې کوي.

په اعلانپاڼه کې همدازار راغلي چې د مسکو او ریاض ترمنځ سوداګرۍ راکړې ورکړې دمګړۍ ۱.۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی او دواړه خواوي هڅه کوي چې هغه ۲.۵  میلیارد ډالرو ته ورسوي.