1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مسکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د اتریش او نورو هیوادونو سره همکاری ته چمتو دی

519e52aa-d27c-4eb7-95dd-2cef07d4706f
03 Nov 2020

د روسیې ولسمشر د اتریش لومړي وزیر ته په یو پیغام کې د دې هیواد په پلازمینه وین کې د هغه برید په تړاو چې څو تنه پکې مړه شوي خواشیني څرګنده کړه.

د کرملین مانۍ په یوه اعلانپاڼه کې ویلي چې ولادیمیر پوټین په دې پیغام کې سباستین کورتس ته ژمنه سپارلی چې مسکو د ترهګرې په وړاندې مبارزه کې د اتریش او نورو هیوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

پوټین په وین کې له برید وروسته وویل: ترهګر به ونه شي کړې چې خلک وویروي او د بیلابیلو مذهبي ډلو ترمنځ نفاق خپور کړي.

یوه وسله وال برید کونکي د دوه نۍ په ماښام د اتریش په پلازمینه کې څلور تنه په دزو ووژل او ۱۵ تنه نور یې هم ټپیان کړي دي