د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي ویاند اعلان وکړ چې نږدې ۲ اعشاریه ۳ میلیونه ماشومان په یمن کې د قحطۍ او لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند استفان دوجاریک په یوې خبري ناسته کې وویل چې یمن ته د بشرپاله مرستې په بسیا توګه نه دي رسیدلې او په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د ۳،۴ میلیارډه ډالري بودیجې څخه ۱،۹ میلیارده یې تر لاسه شوي دي.
ملګرو ملتونو وړاند وینه کړې ده چې اټکل کیږي یوازې په ۲۰۲۱ زیږیدیز کال کې ۳،۲ میلیونه تر پنځو کالونو ټیټ عمر لرونکي ماشومان په یمن کې له ډیرې خوارځواکۍ رنځ ویسي.
د راپورونو پر بنسټ، یمني وګړي له شپږو کالونو را په دې خوا تر ټولو بد انساني کړکیچ شاهد دی او اوس هم د دې هیواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي بیلابیلو بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.