| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
هند له روسیې اس ۴۰۰ وسله پیري
18 Jul 2019
د روسیې د دفاع وزارت وایې د بهرنیو فشارونو له شتون سره سره مسکو او نوی ډهلي د اس ۴۰۰ وسلې لیږد لپاره پوځي تړونونه وروستي کړي دي.
د روسیې ټاس خبري آژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې د دفاع وزیر سرګیې شویګو نن پنځه نۍ/پنجشنبه (دجولای په ۱۸ مه) هند ته د اس ۴۰۰ روسی وسلو د ورکولو لپاره د ۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت مهم پوځي تړونونه لاسلیک کړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدا شان ویلي دي چې د پوځي همکاریو د تړون او د امنیتی او دفاعیې وړتیاوو دتضمین اړوند د روسیې او هند ترمنځ خبرې اترې په وروستي پړاوو کې دي.

د پوځي چارواکو په حواله،د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټين په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې نوی ډهلې ته په خپل وروستی سفر کې د ۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت مهم پوځي تړونونه لاسلیک کړل.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ،مسکو اړ دی ترڅو پنځه اس ۴۰۰ وسلې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر پایه د هند په واک کې ورکړي
په همدې حال کې د هند د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې نوی ډهلی به دا وسله د ۲۰۲۳ زیږدیز کال تر اپریل میاشتې په بشپړه توګه له مسکو څخه تر لاسه کړي.
آرزو خبری سایټ ــ شمس الله رحیمي
