1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ونزویلا د کرونا واکسین پر وړاندې د نفتو تبادلې ته چمتو دی

مادورو
29 Mar 2021

د ونزویلا ولسمشر اعلان وکړ چې دا هیواد چمتو دی ترڅو د نفتو په پلورلو سره د کرونا د واکسین لګښت ورکړي.

نیکولاس مادورو په یوې ټلویزیوني خپرونه کې وویل، ونزویلا د نفتو د ټانکرونو خاوند دی او پیریدونکي لري چې غواړي له دې هیواد څخه نفت وپیري.

ښاغلي مادورو د ونزویلا ټولو وګړو ته د کرونا واکسین چمتو کولو لپاره یوه لار د نفتو ورکول بولي او په دې برخه کې یې د خپل هیواد له چمتو والي خبر ورکړ.

د راپورونو پر بنسټ ونزویلا د روسیې سپوټنیک لومړنۍ جوپه په فبروري میاشت کې تر لاسه کړه او په دې هیواد کې یې د واکسین بهیر هم پیل کړی دی.