د امریکا ولسمشر وایي چې هیواد یې د افغانستان د جګړې د پایته رسیدو لپاره کار کوي او امریکایي پوځيان له افغانستان څخه بهر کوي.
ټرامپ د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ ناسته کې د وینا په ترڅ کې، وویل چې وانشګټن اوس د سوله راوړونکي ونډه لوبوي او دا کار د ځواک له دریځه ترسره کیږي.
هغه یو ځل بیا د امریکا ځواکمنیدو ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې هیڅ کله به په هیواد کې د لاس لرلو وسلو کارونې ته اړ نشي.
د امریکا ولسمشر مخکې له دې هم ویلي وو چې په افغانستان کې به یې د ځواکونو شمیر په نږدې راتلونکي کې څلور زرو ته راټیټ شي او په دې هیواد کې د جګړې د پایته رسیدو په هڅه دی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پای، د امریکا و طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک مهمه برخه ده.