1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ په افغانستان کې د جګړې پای د ټولیز واک په جوړښت د هوکړې له لارې شونی دی

01 (1)
07 Apr 2021

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف د دوه ورځیني سفر په ترڅ کې تیره ورځ (وري اولسمه)، پاکستان ته ولاړ.

 

ښاغلي لاوروف په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د جګړې پای د ټول شموله واکمنو جوړښتونو د رامینځته کولو پر سر د یوې هوکړې له لارې شونې بللې دی.

هغه زیاته کړه: “روسیه لکه د خپلو پاکستانی سیالانو په څیر د افغانستان امنیتی حالت په اړه اندیښنه لري. په افغانستان کې د جګړې پای د ټول شموله واکمنو جوړښتونو رامینځته کولو پرسر د هوکړې له لارې شونی دی.”

د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر که څه هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د ډیریدو په تړاو اندیښنه وښوده، خو په افغانستان کې یې د ټیکاو لپاره د روسیې د مرستو د لیوالتیا ډاډ ورکړ.

لاوروف یاده کړه: ” په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه مخ په ډیریدو دي، او د افغانستان په شمال او ختیځ کې د داعش دریځونه پیاوړي کیږي. خو موږ هوکړه وکړه چې د مخالفو لوریو د خبرو لپاره زمینه او شرایط برابر کړو چې یوې رغنده حل لارې ته ورسیږي.”

دواړو لوریو همداراز د اسلام آباد او مسکو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسلام اباد په افغانستان کې د ټیکاو د رامنځه کیدو غوښتونکی دی او دا هیواد په دې تړاو له روسیې سره له نږدې همکارۍ لري.

شاه محمود قریشي زیاته کړه: “موږ د افغانستان د حالت په اړه بحث وکړ. روسیې او پاکستان د افغانستان په تړاو بیلابیل مسایل له نږدې تر بحث لاندې راوستل. دواړه هېوادونه افغانستان ته د سولې او ټیکاو ستنیدو ته لیواله دي او په دې برخه کې ښې همکارۍ شتون لري.”

هغه همداراز وویل: ” موږ د ترویکا د غونډې بریا او د مسکو د غونډې په چوکاټ کې د راتلونکې ناستې د اټکل په اړه خبرې وکړې.”

د ویلو ده؛ روسیې تراوسه څو ځله د افغانستان د مسلې په اړه د افغان سیاستوالو، د طالبانو سیاسي پلاوي او د یو شمیر ځواکمنو هیوادونو له استازو سره د غونډو کوربه توب کړی دی.

مخکې له دې هم یو شمیر سیاستوالو د افغانستان د روغې جوړې په بهیر کې د سیمه ییزې همګرایۍ په پیاوړتیا او په ځانګړي توګه په دې بهیر کې د سیمې د ځواکمنو هیوادونو پر ونډې ټینګار کړی دی..