1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پاکستان له امریکا څخه اف ۱۶ پیري

155768599015699000
27 Jul 2019

امریکا له پاکستان سره د اف ۱۶ پر پیرلو هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې پاکستان ته د اف ۱۶ جګړه ییزو چورلکو د پیرلو  اټکلیز  تړون سره یې هوکړه کړې ده.

د اسپوټینک د ګزارش پر بنسټ،د امریکا د دفاع وزارت د امنیتي همکاریو آژانس، پاکستان ته د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اف ۱۶ جګړه ییزو چورلکو له اټکلیز پلور سره د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له هوکړې خبر ورکړ.

داسی راپورونه هم خپاره شوي دي چې دا اټکلیزه هوکړه امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په ترڅ کې شوې وه.

د ګزارشونو پر بنسټ،د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ هم د پاکستان لومړي وزیر سره ژمنه کړې وه چې پاکستان ته د امنیتي مرستو له سره پیل به وڅیړي.

دا په داسي حال کې ده چې د تیر کال په نومبر میاشت کې،ټرامپ پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په بی غورې تورن کړ،او پنټاګون له اسلام آباد سره  یو میلیارډ او ۶۶ میلیونه ډالره مرستې وځنډولې.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي