د نړۍ ډيریو هیوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې اقدام څخه هرکلی کړی دی.
د امنیت شورا وسله ییز بندیځونه د برجام له منلو او د ایران او یو شمیر نورو لویو هیوادونو د ۲۲۳۱م هوکړه لیک له هوکړې پنځه کاله وروسته پایته ورسیدل.
د ایران ولسمشر محمدحسین روحاني هم پر ایران وسله ییز ظالمانه بندیځونو لیرې کیدل خپل ولس ته مبارکي وویله.
محمدجوادظریف، له دې اقدام څخه په هرکلي سره، د نړۍ له هیوادونو سره د ایران د دفاعي همکاریو عادي کیدل په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره لویه بریا وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې نړیوالې ټولنې د آمریکا خرابکاره هڅو له شتون سره سره د برجام د ساتنې غوښتنه وکړه.
محمد جواد ظریف، یو ځل بیا اعلان وکړ چې ایران تله سوله ییز او دفاعي وو او په دې هیواد کې وسله ییز پیاوړتیا هم د دفاع لپاره ده نه د نورو هیوادونو پر وړاندې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې راغلي دي چې : “ له نن څخه د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي هر ډول وسلې او شونتیاوې له هرې سرچینې څخه له کوم قانوني محدودیتونو پرته او یوازې د دفاعي اړتیا پر بنسټ جوړ کړي او همدا راز کولای شي د خپلو سیاستونو پر بنسټ دفاعي وسلۍ صادرې کړي.”
له دې ټولو سره آمریکا ګواښ کړی دی چې هر هغه هیواد چې له ایران سره د وسلو پیر او پلور ولري بندیځ به پرې وضع کړي.
روسیه دا اقدام د آمریکا پر وړاندې د روسیې ډیپلوماټیکه بریا بولي.