د نړۍ یوشمیر هیوادونو په تیره بیا اروپايي هیوادونو د کرونا ویروس له درییمې څپې او د واکسین د پلې کیدو له ټکني کیدو اندیښنه کړې ده.
د جانبي خطرونو له کبله د استرازینیکا واکسین د لګولو بهیر له دریدو وروسته، یوشمیر کسان د دې واکسین لګولو ته حاضر نه دي.
ویل کیږي چې یوشمیر اروپايي هیوادونه د کرونا ویروس له درییمې څپې سره مخامخ دي او اټکل لري چې شمیر یې د اپریل میاشتې په رخصتیو کې چې د مسیحیانو له اختر سره سمون لري لوړ شي.
اوسمهال د کرونا د واکسین بهیر په نورو هیوادونو لکه آمریکا او بریټانیا کې هم پڅ پر مخ روان دی او د راپورونو پربنسټ، تمه ده له سبا( مارچ ۱۵مه) د رُم او میلان په ګډون د ایټالیا په تر ټولو ګڼه ګوڼه لرونکو ښارونو د کووید۱۹ نوې ډول مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه وضع شي.
له بلې خوا، نړیوالې شمیرنې ښيي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله مړو شمیر ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دی او په دې ویروس د اخته کسانو شمیر هم څه باندې ۱۲۰ میلیونه تنو ته رسیدلی چې له دې منځه ۲ میلیونه او ۶۶۰ زره تنو خپل ژوند بایللی دی.