1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بارسلونا کې له اعتراض کوونکو سره د پولیسو نښته دوام لري

50886399_101
22 Feb 2021

د یوه اسپانیایي رپ ویونکي بندي کیدو  په اعتراض بلوا او شور د اتمې ورځې لپاره هم دوام لري.

اعتراض کوونکو د اسپانیا په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا بارسلونا کې د دې هیواد د سندرغاړي د بندي کیدو په اعتراض او د بیا له خپلواکۍ څخه په ملاتړ له پولیسو سره په نښته شول او پولیسو اوسمهال څو اعتراض کوونکي هم نیولي دي.

په زرهاو کسانو په د خپلو اعتراضونو پر دوام د بارسلونا،مادرید او څو نورو ښارونو واټونو ته راووتل او لاریون یې وکړ او د ښاغلي پابلوهاسل د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

یو شمیر اعتراض کوونکو موټرو ته په اور ورته کولو سره لویې لارې وتړلې. پولیسو هم د لاریون کوونکو لیرې کیدو لپاره په پلاستیکي ګولیو او اوبو پاشلو ماشینونو ګټه اخیستې ده.

دا اسپانیایي رپ ویونکی د سلطنتي حکومت پر وړاندې ټویټونو په جرم او په دې هیواد کې د ترهګرۍ د تحریک په جرم نیول شوی دی.