د بلاروس وګړو نن یوه نۍ/یکشنبه (د اګسټ په ۹) د نوې ولسمشر د ټاکنو لپاره د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.
د بلاروس د ټاکنو مرکزي کمېسیون، ویلي دي چې رای اچونه د بلاروس پر وخت نن سهار اته بجې د رای اچونې په څه باندې ۵ زره او ۷۰۰ مرکزونو کې پیل شوه.
ویل شوي دي چې نږدې ۶،۸ میلیونه د رایو ورکونې په شرایطو برابرو کسانو د بلاروس د ولسمشرۍ ټاکنو په دې پړاو کې ګډون کړی.
د بلاروس د ټاکنو مرکزي کمېسیون د پریکړې پر بنسټ دا ټاکنې به د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره،د شپږو ورځو لپاره دوام ولري.او ویل شوي دي چې د ټاکنو په هره حوزه کې نباید له درییو څارونکو ډير حضور ونه لري.
د دې هیواد اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د شپږم پرلپسې ځل لپاره په دې ټاکنو کې ځان نوماند کړی چې په دې پړاو ټاکنو کې د هغه اصلي سیاله ۳۸ کلنه میرمن سوتلانا تیخانووسکایا ویل شوې ده.
له بلې خوا،د پیلنۍ په شپه د لوکاشنکو په سل هاو مخالفان د مینسک واټونو ته راووتل او د بلاروس اوسني ولسمشر پر ضد شعار سره یې له هغه سره خپل مخالفت اعلان کړ.
روسیې هم ټينګار کړی دی چې مسکو په بلاروس کې د سیاسي ټیکاو او رڼو ټاکنو ترسره کیدو په لټه دی.