| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په بلخ کې د یو ماین ایښودونکي نیول کیدل
14 Oct 2020
د بلخ د ملي امنیت ریاست د یو ماین ایښودونکي له نیولو خبر ورکوي.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ماین ایښودونکی د طالبانو غړی دی او دوه ورځې مخکې د مزارشریف ښار د اس پروژې اړوندو کې له دوه کړۍ بوشکه یي مایونونو سره نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا کس په څو نورو ځوانمرګو بریدونو کې هم لاس درلود.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

له بلې خوا په بلخ کې یوه کورنۍ ادعا لري چې پنځه ورځې دمخه غلو د دوې زوې وژلی او موتر یې له ځان سره وړی دی.
عبدالرازق چې د بلخ-کابل په لار کې موترچلوونکی وو غلو د مزارشریف په کمپ سخي سیمه کې وژلی او موتر یې له ځان سره وړی دی.
د دې کورنۍ غړو د خپل زوی مړی د اعتراض په توګه د بلخ ولایت مخې ته راوړی او امنیتي بنسټونه د دې پيښې د عاملینو په پیژندنه کې په ناکامې تورنوي.
