د بورکینافاسو چارواکو اعلان وکړ چې د دې هیواد په شمال کې پروني ترهګریز برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې هیواد کې سرچینو همدا شان د دې پیښې د ټپيانو حالت هم نازک ویلی او د مړو شمیر له ډيریدو یې هیښتیا ورکړې ده.
په همدې حال کې ډیریو هیوادونو په تیره بیا ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او داسې نورو نړیوالو سازمانونو د دې افریقايي هیواد په شمال کې دا ترهګریز برید په سختو ټکو غندلی او له افراط پالنې سره یې د مبارزې پر ډيریدو ټينګار کړی دی.
د راپورونو پر بنسټ وسله والو کسانو تیره ورځ ( یوه نۍ/یکشنبه، جون ۶مه) د بورکیناسفو په شمال کې پر یوه کلي برید سره، په لس هاو کسانو تر ډزو لاندې ونیول او د دهغوي استوګنیز کورونه او بازار ته یې اور ورته کړ.
له دې برید وروسته، د بوکینافاسو دولت په دې هیواد کې درې ورځينی ملي ویر اعلان کړ.