د تونس ټاکنیز پازوال وایې په دې ټاکنو کې ۷ میلیونه کسانو ګډون کړی او ۱۵ زره کسانو له منځه به ۲۱۷ کسان پارلمان ته استوي.
د تونس په سرتاسر او په بهر کې د دې هیواد په استازولیو کې درېمې پارلمانې ټاکنې پیل شوې.
تونسي وګړي نن سهار یوه نۍ د ۲۰۱۱ انقلاب وروسته لومړنۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د صندوقونو په لور ولاړل.
د دې هیواد د ټاکنو خپلواک عالي کمېسیون اعلان کړی دی چې په دې ټاکنو کې له ۷ میلیونه زیاتو د رای ورکونې پر شرایطو برابر کسانو ګډون کړی دی او د ګوندونو،ایتلافونو او خپلواکو څيرو له منځه ۱۵ زره کسان د ۲۱۷ څوکیو تر لاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.
د تونس د قانون پر بنسټ،هغه ګوند چې د پارلمان ډیری څوکې تر لاسه کړي باید د دو میاشتو په اوږدو کې دولت جوړ کړي.