دجاپان پولیس وایې چې دا اورلګیدنه په کیوتو ښار کې د فلم جوړونې په یوې سټډیو کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو پربنسټ،دا اورلګیدنه نږدی ۱۰:۳۰ بجې د کیوتر شرکت په درې پوړیزې ودانې کې پیل او تر دوو بجو یې دوام درلود.
داسي راپورونه خپاره شوې دي چې په دې پیښه کې نږدي ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان د.ي
سیمه ییزو رسنیو د پولیسو له حواله لیکلي دي چې یو څلویښت (۴۰) کلن کس ددې شرکت ودانۍ ته ننوتی او یو شمیر سوځوونکي توکي د فلم جوړونې په دې سټډیو کې پاشلي دي.
ویل کیږي چې ددې پیښې شکمن کس د پولیسو له لوري نیول شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوی دی.
پولیسو همدا شان ویلي دي چې له هغه کس څخه د پلټنو په حال کې دي چې اعتراف یې کړی په ودانۍ کې یې اوبلن توکي پاشلي او وروسته یې بیا اور ورته کړی دی.
تر اوسه روښانه نه ده چې دي شکمن کس ددې فلم جوړونې له شرکت سره څه اټکلیزه اړیکه درلوده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي