د راپورونو پربنسټ، د سودان په دافور ایالت کې قبیله یې نښتو په پایله کې تر دمګړۍ ۸۵ تنو خپل ژوند بایللی او ۱۶۰ تنه هم ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د سودان د ملي دفاع او امنیت شورا په الجنینه ښار کې د ملکي کسانو د ځان ساتنې،د حالت کنټرول او د نښتو له زور اخیستو څخه اندیښنو په موخه ځواکونه او امنیتي تجهیزات لیږلي دي.
د سودان د انتقالي واکمنۍ شورا هم د تاوتریخوالو او د دې پيښې د عاملینو څارلو په موخه د یوې لویې کمېټې پر جوړیدو ټينګار کړی دی.
له بلې خوا د سودان لومړي وزیر عبدالله حمدوک په دې سیمه کې د ولسي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره د جګړو د بیړني پای غوښتنه کړې ده.
د لویدیځ دارفور ایالت د روغتیاپالانو کمېټې د دې پیښې ټپیانو ته د رسیدنې لپاره د روغتیایي ډلو له کمښته هیښتیا ورکړې ده.
دوه ورځې مخکې د الجنینه ښار د سختو نښتو شاهد وو، هغه نښتې چې څه باندې یوه لسیزه کیږي چې د دوو قبیلو ترمنځ د اختلافونو له کبله دوام لري.