| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په مصر کې د فوق العاده وضعیت غځیدل
23 Jul 2019
مصري چارواکو د امنیتی ګواښونو له کبله په دې هیواد کې فوق العاده وضعیت د درېو میاشتو لپاره وغځوه.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی د دې خبر په اعلان سره ویلي دي چې تمه ده تر دو راتلونکو ورځو د جولای له ۲۵ مې دا پریکړه په ټول مصر کې عملي شي.
دا په داسی حال کې ده چې د مصر پارلمان تیره میاشت هم د ولسمشر له دې پریکړې سره هوکړه کړې وه.

لویدیزو رسنیو مخکې له دې د امنیتي ګواښونو له کبله د آلمان او بریټانیا هیوادونو پوری تړلو هوایې شرکتونو د الوتنو له ځنډیدو خبر وکړی دی.
د ویلو ده چې مصرې چارواکو د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اپریل په نهمه “اسکندریه” او “طنطا” کلیساګانو باندی برید وروسته چې په کې ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ،د درېو میاشتو لپاره فوق العاده وضعیت اعلان کړ.
د لودیزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پر دې دو کلیساګانو برید د داعش ترهګریزې ډلې پر غاړه اخستې وه.
فوق العاده وضعیت د لومړی ځل لپاره د السیسی د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۴ زیږدیز کال په اکتوبر میاشت کې اعلان شو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
