په میانمار کې زرګونو کسانو په واتونو کې د وتلو سره د پوځي کودتا پر وړاندې په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی.
دا اعتراض کوونکي زده کړیالان،مدني فعالان او کاریګر وو چې په بیلابیلو ښارونو کې د ګواښونو شتون سره خپل کارونه یې پریښي او لاس په ټولیز لاریوون وهلی دی.
دا لاریوون او ټولیز اعتصاب د پولیسو لخوا د دریو لاریوونکوونکو له وژلو او لسګونو تنو له نیولو وروسته پراخه شو او دمګړۍ په دې هیواد کې ټولې هټې،د راکړې ورکړې اړیکې او ورځني کارونه ځنډیدلي دي او د دې هیواد پوځ هم لاریوونکوونکي یې په مرګ ګواښي.
په همدې حال کې د امریکا د میانمار دوه لوړپوري جنرالان په پوځي کودتا کې د ګډون له امله ورباندې بندیز لګولی او د اروپا ټولنې هم د دې هیواد کودتا کوونکي په بندیز ګواښي.