1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په میانمار کې کودتا نړیوال غبرګون راپارولی

کودتا
02 Feb 2021

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په میانمار کې پوځی کودتا په ډیموکراسۍ باندې برید بولي او وایي چې که دی کودتا ته دوام ورکړي نه دوی به تحریم کړي.

په همدې حال کې د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکو لکه د ملګرو ملتونو ستر منشي، د اروپایي ټولنې مشر،په خپلو جلا پیغامونو کې په میانمار کې کودتا غندلې او د نیول شوي کسانو، په ځانګړي توګه د میانمار د واکمن ګوند مشر انګ سان سوچي او د میانمار نورو سیاسي مشرانو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د انګلستان، اسټرالیا، جرمني، روسیه، جاپان، چین، فرانسه او یو شمیر نورو هیوادونو تر دې دمه په میانمار کې د پوځي کودتا په هکله غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د میانمار حالت له نږدې څاري او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې سوله ییزې خبرې وکړي.

د میانمار پوځ د میانمار په ټاکنو کې د درغلیو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ کودتا ترسره کړه، واک یې واخیست او د یو کال لپاره یې اضطراري حالت اعلان کړ.

په همدې حال کې  ویل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن په خپله غونډه کې د میانمار حالت څیړي.