1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نایجریا کې د ۱۴۰ ښځینه زده کوونکو برمته کیدل

117308191_85d434f1-4202-4dbc-a9c8-3ea567a60314
06 Jul 2021

وسله والو کسانو په نایجریا کې پر یوه ښځينه ښوونځي برید سره ۱۴۰ نجونې له ځانه سره بیولې دي.

د دې هیواد په شمال لویدیځ کادونا ایالت کې شپه ورځينۍ زړه ییزې موسسې تایید کړې ده چې وسله والو کسانو تیره شپه پر دې ښوونځي برید کړی او د ۱۶۵ زده کوونکو له منځه یې ۱۴۰ نجونې برمته کړي او پاتې نورې یې په تیښته بریالۍ شوې دي.

په نایجریا کې پازوال دا ګام د برمته شویو زده کوونکو خوشې کیدو لپاره د سړي تښتونکو یو ډول باج غوښتنه بولي.

دا په تیرو درییو ورځو کې، درییم برید او سړي تښتونه ده چې په کادونا ایالت کې ترسره کیږي.

د راپورونو پر بنسټ د تیر کال دیسمبر میاشتې راهېسي تر دمګړۍ څه باندې ۱۰۰۰ زده کوونکي چې هلکان او نجونې په کې شاملې دي د نایجریا له بیلابیلو سیمو برمته شوي چې یو شمیر یې هم بیرته خوشي شوي او یوشمیر یې هم د برمته کوونکو له لوري ساتل کیږي.