د راپورونو پر بنسټ د کرونا ویروس د دویمې څپې له پیل سرهد نړۍ یو شمیر هیوادونه د دې نا روغۍ د لا ډیر خطر څخه هیښتیا ورکوي.
د آلمان دولت په کرونا ویروس د نویو اخته کسانو له ډيریدو وروسته،اسپانیا د دې هیواد د خطرناکه سیمو په نوملړ کې راوستی دی او دې هیواد ته یې د آلماني وګړو د سفر په اړه هیښتیا ورکړې ده.
د آلمان د روغتیا وزارت د بهرنیو او کورنیو چارو له وزارتونو سره په هوکړې اعلان کړی دی چې له اسپانیا څخه مسافر هم باید له دې وروسته کرونایي ټسټ شي او ټولو کرونا ضد اصولو،قواعدو او محدودیتونو ته پاملرنه وکړي.
په اسپانیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر درې لکه او اته پنځوس زره (۳۵۸۰۰۰) تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا ۲۸ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آلمان د رابرت کُخ انسټیټوټ د راپور پر بنسټ تر دمګړۍ د نړۍ ۱۳۰ هیوادونه چې په کې آمریکا هم شتون لري د خطرناکه کرونایي سیمو په نوملړ کې راغلي دي.