د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سترې ادارې د جګړو او تاوتریخوالو له کبله د کډوالو شمیر ډيریدو ته په ګوتڅنډنې سره، د نړۍ مشران په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي.
ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو نړیوالې ورځې په پار خپل نوي راپور کې ویلي دي چې ۸۲،۴ میلیونه نارینه، ښځينه او ماشومان د جګړو او تاوتریخوالو له کبله په ټوله نړۍ کې له خپل کورونو او مینو بيځایه شوي دي.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر د همدې ورځې په پار یوه پیغام کې د کډوالو د کړکیچ حل لارې لپاره بشرپاله مرستو لیږد بسیا نه بولي او ټينګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د جګړو او ناټیکاوۍ پای لپاره هڅه وکړي او خپلو هیوادونو ته د کډوالو بیرته ستنیدو لار هواره کړي.
رجب طیب اردوغان د کډوالو د شمیر ډيریدو ته په ګوتڅنډنې سره هیښتیا ورکوي چې نړۍ د کډوالو له کړکیچ سره مخامخ ده.
هغه اعلان وکړ چې ترکیه د تاریخ په اوږدو کې تل خپله غیږ د کډوالو پر مخ پرانیستې ده او څه باندې څلور میلیونه کډوال له دیني او مذهبي تبعیض،او ژبني نژاد پرته تر ملاتړ لاندې راوستي دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د خوراک نړیوالې برنامه هیښتیا ورکوي چې د جګړو، کرونا او اقلیمي بدلون له کبله لوږه او قحطۍ اوس مهال ۴۱ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې ګواښي.