1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نړۍ کې له ترهګرۍ سره په مبارزې د پوټین ټینګار

رییس-جمهور-روسیه
25 Feb 2021

د روسیې ولسمشر د خپل هیواد د فدرال امنیتي سازمان له غړو سره په لیدنه کې، ترهګرۍ یې ترټولو خطرناک ګواښ او ننګونه د روسیې او ټولې نړۍ لپاره وبلله او د هغې په مخنیوي یې ټینګار وکړ.

ولادیمیر پوټین همداشان وایي چې لودیځ د روسیې د سیاست له کنترول سره د مسکو د کمزوره کیدو په هڅه دی.

هغه زیاته کړه چې د روسیې امنیتي ځواکونو د تیرکال په ډسمبر کې په چیچن جمهوریت کې وروستۍ کوچنۍ ترهګریز ډله له منځه یوړه او دمګړۍ هم دا ډله د ترهګرو د له مینځه وړو لپاره د سوریې په لیرې پرتو سیمو کې جګړه کوي.

ښاغلي پوتین د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پروړاندې د روسي اتباعو ساتنه د هغه هېواد د مشرتابه د کار لومړیتوب وباله او د روسیې د استخباراتو د خدمت د کړنو ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په روسیه کې د ۷۲ ترهګریز جرمونو مخه نیول شوې ده.