| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په نړۍ کې له چاپیریال څخه د ساتنې لپاره میلیوني اعتراضونه
21 Sep 2019
د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په میلیونه کسانو په یوې ستره راټولیدنه کې په ګډون سره،له چاپیریال څخه د ساتنې او اقلیمي بدلون غوښتونکي شول.
په اروپا،آفریقا،اقیانوسیه،امریکا او آسیا په بیلابیلو هیوادونو کې په میلیونه زدکوونکو د جمعې په ورځ له چاپیریال څخه د ساتنې او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې لاریون وکړ.
د راپورونو پر بنسټ،دا راټولیدنه د (سپټمبر په ۲۰ مه) جمعې په ورځ لومړی د آسټرالیا په سدني ښار او وروسته بیا ورو ورو د نړۍ په نورو هیوادونو کې دوام درلود.
د راپورونو پر بنسټ، په میلیونه کسان چې ډیری یې زدکوونکي او زدکړیالان وول د نړۍ څه د پاسه ۱۵۰ هیوادونو کې لاریون وکړ.
په دې لاریون کې ډیری ګډون کوونکي له افریقا او اروپا څخه ځوانان او زدکوونکي دي او په خپل اعتراض سره، له چاپیریال څخه د ساتنې او د اقلیم د بدلون لپاره د دولتونو د جدې اقدامونو غوښتونکي شول.

په همدې حال کې تمه ده نن پیلنۍ (د سپټمبر ۲۱ مه) د ملګرو ملتون سازمان په مرکز او نیویاړک ښار کې د ځوانانو اقلیمي ناسته ترسره شي.
د ویلو ده چې په دې ناسته کې یو شمیر نوښتکر او هڅاند ځوانان سره راټولیږي، ترڅو د اقلیم بدلون لپاره خپل لید لوری د یو بل سره شریک کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
