1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هند کې د مسافر وړونکو یوه الوتکه له ۱۹۱ سورلیو سره نسکوره شوې

3518264
08 Aug 2020

د راپورونو پربنسټ،دا الوتکه تیره شپه(جمعه) د کیراله ایالت په کالیکوت هوایي ډګر کې د کیناستو پر مهال له ستونزې سره مخ شوې ده.

د هند د هوایي سازمان په وینا، دا ۷۳۷ بویینګ ډوله الوتکه د ایر ایندیا شرکت وه چې له دوبۍ څخه یې حرکت کړی وو او د هندوستان د کیراله ایالت په کالیکوت هوایي ډګر کې د یوې پيښې له امله پر منځ دوه ځایه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷  تنه وژل شوي او ۱۷۳  نور ټپيان شوي دي.
د پيښې د څرنګوالي په اړه ویل کیږي چې په سخت باراني موسم کې الوتکه ځمکې ته تر کښته کېدو وروسته د خپلې ځغاست لیکې څخه اوښتې او له یاد برخلیک سره مخ شوې.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پر پيښه خواشیني ښودلې.

او همدا راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم پر پيښه ژور خفګان څرګند کړی دی.