1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هند کې د پټاقۍ جوړونې په یوې کارخونه کې چاودنه

157892720
14 Feb 2021

هندي چارواکو ویلي دي چې د دې چاودنې او اورلګیدنې په پایله کې، ۲۰ تنو خپل ژوند بایللی او څه باندې ۳۴ تنه هم ټپیان شوي دي.

د تامل نادو ایالت چارواکو په وینا د دې پیښې په لړ کې ۷۴ کارګر په کار بوخت وو  او د مرګ ژوبلې د ډيریدو اټکل شتون لري.

د دې هیواد روغتیایي چارواکو اعلان وکړ چې د دې پیښې له کبله اوسهال په لس هاو ټپیان تر درملنې لاندې دي او یوشمیر یې همد سوځيدو له کبله سخت ټپونه لري.

ویل کیږي چې د دې کارخونې فعالیت ناقانونه وو او پولیسو د اورلګیدنې لامل لپاره پلټنې پیل کړې دي.

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي سپارښتنه کړې ترڅو د دې پیښې د قربانیانو کورنۍ ته ۲۰۰ زره هندي روپۍ چې ۳۶۰۰ ډالره کیږي ورکړل شي.