د هند د روغتیا وزارت نن په یوې ویناپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې هیواد کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۲۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې بیا په دې هیواد کې د کرونا له کبله مړو ټولشمیر ۱۴۹ زره او ۶۹۰تنو ته لوړ شوی دی.
همدا راز د ۱۶ زره او ۵۰۴ تنو د کرونا آزمښت هم مثبت ختلی چې له دې سره بیا په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولشمیر ۱۰ میلیونه او ۳۴۱ زره تنو ته لوړ شوی چې له دې منځه بیا تر دمګړۍ ۹ میلیونه او ۹۴۷ زره تنه روغ شوي دي.
د وروستیو شمیرنو پربنسټ، هند په کرونا ویروس د اخته کسانو له اړخه په نړۍ کې دویم او د دې ویروس د قربانیانو له کبله درییم ځای لري.
له بلې خوا د اتریش لومړي وزیر په اروپا کې د کرونا دریمې څپې څخه هیښتیا ورکړې او د دې ویروس د شنډیدو لپاره په خپل هیواد کې د قرنطین د بیا وضع کولو غوښتنه یې کړې ده او د لند ښاروال هم په ټوله بریټانیا کې د کرونا نوي ډول په چټکۍ سره خپریدل خطرناکه بللی دی.
د نړۍ په څه باندې ۲۰ هیوادونو کې د کرونا نوي ډول له خپریدو سره، په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۵ میلیونه او ۵۶۰ زره تنو ته رسیدلی چې له دې منځه بیا یو میلیون او ۸۵۲ زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۰ میلیونه هم روغ شوي دي.